په کابل کی د نی قلعه انخوریز نندارتون
لمړی صفحه
د نی قلعه د رئیس پیغام
کالونو کالونو اوږدی جګړی افغانستان د خپل اصلی هویت د څرګندونی او خپلو خلکو د برخلیک د ټاکلو له وړتیا څخه بی برخی کړی.
زه باور لرم چه د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کی دی. زمونږ د روانی ستونزی حل له بهر څخه نه ممکن او نه هم راتلونکی دی. پداسی حال کی چه بهرنی مرستی الا هم اړینی دی، خو هغه وخت را رسیدلی چه افغانان د ستونزو مقابله پخپله وکړی، خپل منځی اختلافات له منځه یوسی او ستونزو ته کورنې حل ولټوی.
زه يوه افغانه یم، او د نی قلعه مؤسسه می د خپل پلار له لرلید څخه په الهام اخستو په ۲۰۰۷ میلادی کال کی تاسیس کړه. زما پلار یو شپون وه، د مرکزی افغانستان په یوه لری پرته سیمه کی اوسیده. هغه خپل کلی پریښود او ښار ته پدی هیله ولاړ تر څو هلته د هغه لورانی او زامن وکولای شی ښونځی ته ولاړشی او زدکړی وکړی.
ما ژمنه کړی څو د خپل پلار لاره تعفیب اود هغه فکر یو ګام نوره هم مخ ته یوسم، د لری پرتو او له پامه لویدلو سیمو خلکو ته تعلیمی او روغتیایی اسانتیا براری کړم. ځکه چی دا زما په هیواد کی د انسانی حقونو د درناوی او بیاوړتیا یوه کوټلی لاره ده.
هیله لرم چی د نړیوالو پام د افغانستان یوه نوې ارزښتناکه انځور ته را وګرزوم، د بریا او لاس ته راوړنو انځور، او دا په ډاګه کړم چی افغانان هم د نور نړیوال په شان هیلی او امیدون لری او د یو با عزته او روښانه راتلونکی په تلاش کی دی>
اغلی طیبه رحیم
د نی قلعه د مؤسسی رئسه
Priority Areas
پوهنــه
روغتــیا
فیلم های
[cycloneslider id=”video”]